
18/08/2025
د هلال ګروپ د جوارو تخم کروندې لومړنی تفتیش ترسره شو
د هلال ګروپ له لوري د جوارو د تخم تولید په موخه کرل شویو کروندې څخه د ختیځ زون د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت د تخنیکي ټیم له خوا لومړنی تفتیش ترسره شو.
یاد تخنیکي ټیم چې مشري یې د تخمونو د تصدیق د ورکړې امریت مدیر وحیدالله بهسودي کوله، په کې انجینر الله یار او انجینر پرویز ګډون درلود. د هلال ګروپ د ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین هم د دوی ملتیا کوله او کروندو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ډاکټر لودین په وینا، د جوارو کرنه پر خپل وخت شوې، دوامدار تعقیب شوی او د ځمکې د ښه چمتووالي ترڅنګ پر وخت تیغ وهنه کړې ده.
تخنیکي ټیم د کروندې له وضعیت څخه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د کرل شویو جوارو وده د پام وړ ده، کرونده ښه مدیریت شوې .
دوی زیاته کړه چې د پرمختګ د لا ارزونې لپاره به په ټاکلي وخت کې نورې تفتیشي دورې هم ترسره کړي.
هلال ګروپ د پخوا په څېر یو ځل بیا د جوارو تخم کرلی، څو بزګرانو ته د معیارونو مطابق او باکیفیته تخم وړاندې کړي.