14/05/2026
*قندهار شاولیکوټ کي د ۱۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۰ کورنیو ته د شاتو تولید فارمونه جوړ سوی دي.*
د قندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزي نړیوال سازمان (یو. ان. او. ډي. سې) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري دقندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کي ۲۰ تنه بیوزله او اړمنو کسانو ته د ۱۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتو تولید فارمونه جوړ سوی دي.
د مسؤلینو په وینا، د استفادې د مؤثریت لپاره نوموړي کسان په دوو ګروپونو ویشل سوي، چي هر ګروپ ۱۰ غړي لري. هر ګروپ ته یوه خیمه، ۴۰ د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۰ خالي صندوقونه، د عسل پروسس ماشین، د حفظ الصحې ځانګړی کیټ او نور اړین توکي سپارل سوي دي.
د دې مرستي موخه د شاتو مچیو روزني ته پراختیا ورکول، د بېوزله کورنیو لپاره د کار زمینه برابرول، د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د محلي تولیداتو ودې ته لاره هوارول دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم، د همدې ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ، شپږ تنه تکنیشنان د غواګانو دنسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخه کی ۶ بابه دشیدو ټولولو اوپروسس مرکزونه ۴ بابه دڅارویو د خوراکی د تولید مرکزونه ۴۰۰ تنه مالدارانو ته دشیدو دپروسس او حفظ الصحی بستی د واکسینشن او ډیوارمینګ کمپاینونه د قندهار ولایت په یوشمیر ولسوالیو کی ترسره کړی دي