اجمل حيواني کلينيک-ګردېز/ Ajmal Vet Clinic-Gardez

اجمل حيواني کلينيک-ګردېز/ Ajmal Vet Clinic-Gardez دلته ستاسې د هر ډول کورنيو حيواناتو درملنه کېږي.
👈 ګردیزښار -خوست لین -
عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ

د مالدارانو د پام وړ! 👈په اوړي کې د څارویو د طبق (FMD) خطر زیاتېږي. دا ساري ناروغي ستاسو فارم ته لوی اقتصادي زیان اړولای...
04/06/2026

د مالدارانو د پام وړ!
👈په اوړي کې د څارویو د طبق (FMD) خطر زیاتېږي. دا ساري ناروغي ستاسو فارم ته لوی اقتصادي زیان اړولای شي.
مهمې نښې:
👈لوړه تبه او د اشتها بندېدل
👈له خولې څخه د لاړو بهېدل
👈په خوله، ژبه او سومانو کې زخمونه
👈د شیدو په تولید کې ناڅاپي کمښت
د مخنیوي لارې:
واکسین کول (تر ټولو غوره او اغېزمنه لاره)
د نویو څارویو جلا ساتل (قرنطین)
د فارم او وسایلو ضدعفوني کول
وترنر ډاکټر ته پر وخت خبر ورکول
مهمه سپارښتنه:
👈د طبق ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ارزانه لاره واکسین دی. نن خپل څاروي واکسین کړئ خپلې غواګاني او فارمونه له خطره وژغورئ!
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين،عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

د قربانۍ د غوښې په اړه مهمه خبرتیا  د اختر شپې او ورځې دي! که مو غوښه اخيستله، يا مو د خپلې قربانۍ په غوښه کې لاندې نښې ...
24/05/2026

د قربانۍ د غوښې په اړه مهمه خبرتیا
د اختر شپې او ورځې دي! که مو غوښه اخيستله، يا مو د خپلې قربانۍ په غوښه کې لاندې نښې وليدلې نو هغې غوښې ته مه لاس ور وړئ او مه يې خورئ ځکه د خطرناکو ناروغيو سبب کېږي

👈: که مو غوښه کې سپینې وړې دانې او پوکاڼۍ وليدي دا اکثره د حيواني توبرکلوز (TB) نښه وي، چې انسانانو ته هم انتقالېدای شي او په انسانانو کې د سږو، ستوني او ټول بدن خطرناکې ناروغۍ رامنځته کولای شي.

👈 همدارنګه مو که غوښه کې د اوبو ډکې دانې یا کڅوړې وليدې دا د خطرناکو چینجیانو نښه وي، چې انسان ته د معدې، ځیګر او کولمو جدي ناروغۍ پیدا کولای شي.

👈 او يا هم غوښې شین رنګ، بد بوی او زوي لرل دا هم د خرابې او مکروبي غوښې علامه ده، چې د شدیدو انتاناتو، کانګو، نس ناستې او مسمومیت سبب کېدای شي.
نو د خپلې کورنۍ کلي او کور د روغتیا لپاره: مشکوکه غوښه جلا کړئ، په اړه يې له ډاکټرانو سره مشوره وکړئ او بې له معاينې مشکوکه غوښه مه استعمالوي
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين،عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

ولې ځینې اوزې په ګرمي کې کمزورې کېږي؟👈نوې څېړنې ښيي چې سخته ګرمي د اوزو د معدې او هضم سیستمونه کمزوري کېږي، چې له امله ی...
23/05/2026

ولې ځینې اوزې په ګرمي کې کمزورې کېږي؟

👈نوې څېړنې ښيي چې سخته ګرمي د اوزو د معدې او هضم سیستمونه کمزوري کېږي، چې له امله یې خوراک او شیدې کمېږي او بدن یې ضعيفېږي.
👈ساینسپوهانو موندلې چې که اوزو ته مناسب منرالونه، ویټامینونه او پاکې اوبه ورکړل شي، نو د ګرمۍ منفي اثرات پرې کمېږي او شیدې یې ښې پاتې کېدای شي.
👈نو هڅه وکړئ چې اوزو ته سیوری، پاکې اوبه او مناسب خوراک برابر کړئ، په ځانګړي ډول د اوړي په سختو ورځو کې.

👈او که اوزه مو بې‌حاله شوې وي، خوراک نه کوي یا شیدې یې کمې شوې وي، نو د دقیقې معاینې لپاره اجمل حیواني کلینیک ته مراجعه وکړئ!
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين، عزيزی بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،

📱: 0774275726
📱: 0791789995

21/05/2026

د خرڅلاو لپاره ښه شيدې ورکوونکې غوا
👈اوس يې څلورم لنګون
👈 کله چې لنګه شي په ورځ کې20 -25 کيلوګرامه شېدې کوي
👈اوس دې 8مياشتو بلاربه ده
👈روغ او ښه ساتل شوې
👈 د کور او فارم لپاره ډېره مناسبه
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين،عزيز بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

آيا ګرمه هوا د‌غوا په شيدو تاثير لري؟👈نوې څېړنې ښيي چې کله هوا ډېره ګرمه شي، غوا سټرس اخلي او د بدن انرژي یې د شیدو پر ځ...
19/05/2026

آيا ګرمه هوا د‌غوا په شيدو تاثير لري؟
👈نوې څېړنې ښيي چې کله هوا ډېره ګرمه شي، غوا سټرس اخلي او د بدن انرژي یې د شیدو پر ځای د بدن په یخ ساتلو مصرفېږي، له همدې امله يې شیدې کمېږي.
👈څو ساعته شدیده ګرمي د غوا د شیدو تولید کموي او اغېز یې بيا څو ورځې پاتې کېږي.
👈نو هڅه وکړئ چې د دوبي په ورځو کې غواوو ته سیوری، یخې او پاکې اوبه او ارامه ځای برابر کړئ، حتی که ممکن وي د ورځې په تر ټولو ګرمو ساعتونو کې پرې اوبه وشیندئ تر څو بدن یې یخ پاتې شي.
👈او که غوا مو په ګرمو ورځو کې خوراک کم کړی وي او شیدې یې راټیټې شوې وي، نو د اساسي معاینې او مشورې لپاره اجمل حیواني کلینیک ته مراجعه وکړئ!
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين،عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

18/05/2026

د خرڅلاو لپاره ښه شيدې ورکوونکې غوا
👈اوس يې څلورم لنګون
👈 کله چې لنګه شي په ورځ کې20 -25 کيلوګرامه شېدې کوي
👈اوس دې 3مياشتو بلاربه ده
👈روغ او ښه ساتل شوې
👈 د کور او فارم لپاره ډېره مناسبه
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين،عزيز بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

ولې د مېږو وړۍ تويېږي؟ 👈کله چې مېږې د پوستکي ناروغي، چینجیان یا پرازیتونه ولري، نو وړۍ یې تویېږي او بدن یې خراب ښکاري.👈ه...
17/05/2026

ولې د مېږو وړۍ تويېږي؟
👈کله چې مېږې د پوستکي ناروغي، چینجیان یا پرازیتونه ولري، نو وړۍ یې تویېږي او بدن یې خراب ښکاري.
👈همدارنګه ککړ ځای، لنده‌بل او د غوجلې ناپاکي هم د پوستکي ناروغۍ زیاتوي، چې دا ستونزه په ژمي او باراني موسم کې ډېره لیدل کېږي.
👈کمزوری خوراک او د ویټامینونو کمښت يو بل سبب دی چې له امله يې د مېږو د وړيو کیفیت خرابېږي.
👈نو باید غوجله پاکه وساتئ، د پوستکي ناروغیو مخنیوی وکړئ او مېږو ته مناسب خوراک ورکړئ تر څو مو مېږې سالمې او وړۍ یې قوي پاتې شي.
👈او که مېږې مو ډېرې وړۍ بایلي یا پوستکی یې خراب شوی وي، نو د دقیقې معاینې لپاره اجمل حیواني کلینیک ته مراجعه وکړئ
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين، عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

ولې اوزې شیدې کموي؟👈 کله چې اوزو ته کافي او قوي خوراک ورنکړل شي، لکه شنه واښه، غنم، جوار او نور غذایي مواد، نو بدن یې کم...
16/05/2026

ولې اوزې شیدې کموي؟

👈 کله چې اوزو ته کافي او قوي خوراک ورنکړل شي، لکه شنه واښه، غنم، جوار او نور غذایي مواد، نو بدن یې کمزوری او د شیدې یې کمېږي.
👈همدارنګه که اوزو ته په کافي اندازه پاکي اوبه ورنکړل شي هم يې د شیدو تولید اغېزمن کېږي.
👈نو هڅه وکړئ چې وزې ته متوازن خوراک، پاکې اوبه او ارامه ځای برابر کړئ تر څو ښې شیدې درکړي او سالم بدن ولري.
👈او که اوزو مو ناڅاپه شیدې کمې کړې وي یا کمزورې شوې وي، نو د اساسي معاینې لپاره اجمل حیواني کلینیک ته مراجعه وکړئ!
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين، عزيزي بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

ولې ځینې غواوې د لواشلو پر وخت لغتې وهي؟👈کله چې د غوا تی درد ولري، زخم پکې وي یا پړسېدلی وي، نو د شېدو لوشلو په وخت کې ي...
15/05/2026

ولې ځینې غواوې د لواشلو پر وخت لغتې وهي؟
👈کله چې د غوا تی درد ولري، زخم پکې وي یا پړسېدلی وي، نو د شېدو لوشلو په وخت کې يې تی درد کوي اوغوا لغتې وهي.
👈همدارنګه ځینې مالداران د شېدو لوشلو پر وخت بیړه کوي، شور جوړوي، چې دا غوا وارخطا کوي او سمې شيدې نه ورکوي
👈همدارنګه که د شېدو اخیستلو وخت ټاکلی نه وي يوه ورځ په يوه وخت، بله ورځ په بل وخت رالوشل کېږي دا هم د غوا ذهن ګډوډي او سمې شيدې نه ورکوي.
👈 نو هڅه وکړئ چې د شېدو پر وخت له غوا سره نرمه رویه وکړئ، تیونه یې پاک وساتئ او هره ورځ يې په ټاکلی وخت ولواشئ تر څو غوا ارامه پاتې شي او سمې شیدې درکړي.
👈او که غوا مو د شېدو پر وخت ډېرې لغتې وهي یا تی یې درد لري، نو د اساسي معاینې او درملنې لپاره اجمل حیواني کلینیک ته مراجعه وکړئ!
ادرس: ګردېز ښار، خوست لين، عزيزی بانک ترڅنګ حاجي يعقوب مارکيټ،
📱: 0774275726
📱: 0791789995

14/05/2026

Address

Gardez
2201

Opening Hours

Monday 07:00 - 18:30
Tuesday 07:00 - 18:30
Wednesday 07:00 - 18:30
Thursday 07:00 - 18:30
Saturday 07:00 - 18:00
Sunday 07:00 - 18:30

Telephone

+93791789995

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اجمل حيواني کلينيک-ګردېز/ Ajmal Vet Clinic-Gardez posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category