28/09/2023
Zoonosis disease
هغه امراض چي د انسانانو او حیواناتو مشترک دي یا هغه امراض چي د حیواناتو څخه انسانان په اخته کیږي!
Zoonosis یا Zoonotic امراض هغه امراض دي چي د حیواناتو یا چیچینکو څخه انسانانو ته انتقالیږي، دا امراض کیدای شي په حیواناتو کي ځیني وختونو ناروغي منځ ته رانه وړي ولي حیوان د ناقل یا انتقالونکي په حیثیت لري، کچیري انسان ته انتقال شي د ناروغی باعث ګرځي.
ډولونه: Virus, Bacteria, Fungus and Parasites))
هغه مشترک امراض چي غوماشي او کنې په واسطه زیات انتقالیږي په لاندي ډول دي.
Animal flu, Anthrax, Bird flu, Bovine tuberculosis, Brucellosis, Campylobacter infection, Cat scratch fever, Cryptosporidiosis, Cysticercosis, Dengue fever, Ebola, Encephalitis form ticks, Enzootic abortion, Erysipeloid, Fish tank granuloma, Giardiasis, Glanders, Hemorrhagic colitis, Hepatitis E, hydatid disease, Leptospirosis, Listeria infection, louping ill, Lyme disease, Lymphocytic choriomeningitis, Malaria, orf infection, Parrot fever, Pasteurllosis, Plague,
Q fever, Rabies, Rat-bite fever, Ringworm, Rocky Mountain spotted fever, Salmonella and E.Coli infections, Streptococcal sepsis, Toxocariasis, Trichinelosis, Tularemia, West Nile virus and Zoonotic diphtheria.
انتقال: نوموړي ناروغي د انتقال لاري ډیري زیاتي دي د ځینو څخه مهمو څخه یې په لاندي ډول یادونه کوو.
• د هوا له لاري.
• د ملوثو غوښو او حیواني محصولاتو خوړل.
• د ملوثو حیواناتو سره نژدې تماس.
• د هغي سطحی سره تماس کوم چي ملوث حیوان تماس ورسره نیولی يي.
• د غوماشو او کنو د چیچلو په واسطه.
کچیري د یادو ناروغیو څخه په یوه یا ډېرو ناروغیو اخته شو باید څه وکوو؟
کچیري تاسو په یادونو ناروغیو کي په یوه ناروغي اخته یاست او یا هم داسي فکر کوئ، چي پدې ناروغیو کي په یوه ناروغي اخته شوی یم هر څمره ژر چي امکان وي باید د متخصص ډاکټر سره رابطه ونسئ!
همدارنګه که د کوم حیوان په واسطه تاسو زخمي یا هم وداړل سي حیوان مو باید د وترنر ډاکټر په واسطه معاینه شي، چي یاد حیوان واکسین شوئ دی که نه او یا هم د Rabies )لیوني سپي مریضي) یا کوم بل مرض په اړه تاسو ته معلومات درکړئ.
کچیري تاسو د Tick (کنه) په واسطه وچیچل شئ، په ډېر احتیاط سره باید یاد چیچونکي د پوستکي څخه لیري کړئ او کوښښ وکړئ، چي یاد چيچونکی په یو ښیښي بوتل کی واچوئ تر څو د ناروغی په تشخیص کي ورڅخه استفاده وشي.
همدارنګه د یادو ناروغیو شدت په ځینو کسانو یا حالاتو کي زیاتیږي.
• حاملداره ښځي.
• هغه کسان چي عمر 65 یا هم تر دې زیات وي.
• هغه ماشومان چي عمر یې 5 کاله یا هم تر دې ډېر وي.
• هغه کسان چي HIV یا په هډز باندي اخته وي.
• هغه کسان چي تر تداوي لاندي وي یا هم په سرطاني امراضو اخته وي.
• نور ټول هغه کسان چي د بدن دفاعي قوه یا معافیت یې کمزوری وي.
Prevention یا د ناروغي د مخنیوي لاري!
• په ورځ کي څو ځله لاسونه په صابون سره ومینځئ!
• د حشراتو د مخنیوي لپاره د حشراتو وژونکي درمل وکاروئ!
• غذايي توکي باید ښه ومینځل یي او کوښښ وکړئ خامي غوښي ونخورئ!
• د حیواناتو سره د تماس په وخت کي باید د زخمي کیدولو او داړولو څخه ځان وساتئ!
• کچیري په کورنو کي حیوانات لري باید د وترنري کلینک ته د واکسین لپاره یوسئ!
• کچیري د حیواناتو سره نژدي یاست باید د خوړلو، څښلو او په خوله او سترګو د لاس وهلو څه ځان وساتئ!
• کچیري کورني حیوانات مو د مریضی په حال کي ووینئ بیله د ستکښو او ماسک حیوان ته لاس مه وروړئ او نژدې والي څخه یې ځان وساتئ!
• د هغه حیواناتو د رانیولو څخه ځان وساتئ کوم چي د دولت لخوا د صحت پاڼه ونلري!