Haidary Home Planing and design Centerحيدري دتعميراتي نقشو او ډيزاين مرکز

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • Haidary Home Planing and design Centerحيدري دتعميراتي نقشو او ډيزاين مرکز

Haidary Home Planing and design Centerحيدري دتعميراتي نقشو او ډيزاين مرکز که غواړي دخپلي خوښي سره سم کور جوړ کي مونږ ستاسو دهيلو په پوره کيدو کي تاسو سره مرسته کوو

د زینو ډولونه .
10/05/2025

د زینو ډولونه .

دلته راسره په ټیلیګرام کی ملګری شی .او دانجینری مختلف کتابونه وگوری او ترلاسه کړی مننه
17/03/2025

دلته راسره په ټیلیګرام کی ملګری شی .او دانجینری مختلف کتابونه وگوری او ترلاسه کړی
مننه

08/03/2025

که غواړی چی دخپلو کورونو ،دفترونو او اپارتمانونو لپاره په زړه پوری نقشی جوړی کړی مونږ سره په لاندی وټسپ شماره اړیکه ونیسی
0778098595 وټسپ

سولېنګ(Soling) څه شی دی؟ګټه یې څه ده؟ څه وخت سولېنګ ته ضرورت وي؟لاندې پوښتنو ته ځوابونه ورکوو.کله چې د تهداب لاندې ځمکه ...
02/12/2024

سولېنګ(Soling) څه شی دی؟

ګټه یې څه ده؟

څه وخت سولېنګ ته ضرورت وي؟

لاندې پوښتنو ته ځوابونه ورکوو.

کله چې د تهداب لاندې ځمکه نرمه او کمزورې وي نو د تیګو یوه طبقه اچول کیږي او د هغې د پاسه ساده کانکریټ(PCC) اچول کیږي دغې ته سولېنګ ویل کیږي.

د دغه کار ګټه دا ده چې ځمکې ته سختوالی ورکوي او د ساختمان د کېناستو او نشست څخه مخنوی کوي.

او بله ګټه یې دا ده چې که د کانکریټو لاندې وچه سنګ کاري ونه نېول شي او د تهداب لاندې مواد خاوره وي نو کانکریت د ځمکې سره په تماس کې کیږي او باعث د خاورې د جذبېدو کیږي او بالاخره د کانکریټو کیفیت کمزوری او ضعیفوي.

بله مهمه وظیفه یې دا دی چې د ساختمان لپاره د لېول سطحه منځته را وړي.

د دغه کانکریټو ضخامت د 10 څخه تر 15 سانتې مترو پورې وي که چېرې خاوره ډېره نرمه او کمزورې وي او د ساختمان وزن زیات وي کېدای شي تر 25 یا 30 سانتې مترو هم لوړ شي.

نو معلومه شوه کله چې ځمکه نرمه او کمزورې وي نو سنګ فرش په نظر کې نېول کیږي او کله چې ځمکه سخته یعنې جغل او ډبرې وي په دې حالت کې سنګ فرش او ساده کانکریټو ته هېڅ ضرورت نشته او بدون لدې نه چې کار غیرې اقتصادي راشي بله کومه ګټه نلري.
کاپی

1. دایروی ستنه (Circular Column):دایروي ستنې عموماً د فشار لاندې ښه فعالیت کوي، ځکه چې په ګرد شکل کې، فشار مساوي توګه په...
29/10/2024

1. دایروی ستنه (Circular Column):
دایروي ستنې عموماً د فشار لاندې ښه فعالیت کوي، ځکه چې په ګرد شکل کې، فشار مساوي توګه په ټولو برخو کې ویشل کیږي. دا ډول ستنې په خاص ډول د زلزلې په وخت کې یا په عمودي بار کې ښه پایښت لري. نوموړي ستنې د لړزو پر وخت ډېره مقاومت لري ځکه چې د بار تقسیمول په یو مساوي ډول ترسره کیږي.

2.مربع ستنه (Square Column):
مربع ستنې عموماً په ودانیزو چارو کې د جوړښت په دیوالونو یا عمودي څنډو کې کارول کیږي. مربع ستنې د څنډو له کبله ځینې وختونه د فشار پر وړاندې کمزوري وي، خو د ښه پیاوړې کولو لپاره کیدای شي چې د زیاتو تقویت لرونکو فولادو (reinforcement) څخه کار واخیستل شي.

کومه قوي ده؟
په عموم کې، دایروي ستنه د مربع په پرتله قوي ګڼل کیږي، ځکه چې:
1. د فشار د تقسیم لپاره د دایروي یا ګرد شکل زیاتې وړتیا لري.
2. ګردي ستنې د لړزو پر وړاندې ښه مقاومت کوي.
3. د دایروي شکل له کبله، په دغه ستنه کې د بار انتقال په مساوي توګه صورت نیسي.

مهمه خبرې:
- ګردي ستنې د زیاتو بارونو لپاره ځانګړې مقاومت لري، خو د جوړولو لګښت یې زیات وي.
- مربع ستنې د جوړولو لګښت کمه وي او اکثره په مربع ودانیزو جوړښتونو کې غوره ګڼل کیږي.
- په عصري انجنیرۍ کې، ځینې وخت د ګرد او مربع ستنو ترکیب د جوړښت پیاوړتیا لپاره کارول کیږي.

لنډه بنډه دا چې ، د دایروي ستنې قوت زیات دی، خو د انتخاب پرېکړه اکثر د ساختماني اړتیاوو او بودیجې پر اساس کیږي.

مربع ستنې د مقاطع په شکل مربع وي او زیاتره په ودانیزو چارو کې، لکه د ودانیو دیوالونو او نورو جوړښتونو کې کارول کیږي. دلته د مربع ستنې په جوړښت او خاصیتونو یو تفصیلي توضیح وړاندې کوم:

1. جوړښت (Structure)
مربع ستنه څلور څنډې لري او د دې هره څنډه د تقویت یا فولادو (steel reinforcement) بارونه لري، چې د ستنې ځواک لوړوي. د دې ستنو په مینځ کې فولادي سیخونه په عمودي ډول ځای پر ځای شوي وي، او د دې بارونو شاوخوا، د افقی شکل تقویتي ګژدمکونو (ties) په ټاکلي فاصله سره تړل شوي وي. دغه بنګړي یا ties د ستنې د جوړښت ځواکمن ساتلو کې مرسته کوي.

2. د مربع ستنو ګټې (Advantages)
- آسانه جوړول: د مربع ستنې جوړښت اسانه وي، ځکه چې د دې شکل ساده دی او په اسانه قالب یا فارم ته جوړیږي.
- کم لګښت: د مربع ستنې جوړول نسبتاً کم لګښت لري، ځکه چې ساده جوړښت لري او د ګردو ستنو په پرتله د فولادو او قالبونو لپاره کمه اړتیا لري.
- غوره انتخاب په ساختمانونو کې: مربع ستنې د عمودي بارونو لپاره غوره دي، او ځکه چې په ساختمانونو کې زیاتره ځایونو کې په اسانه ځای پر ځای کیږي.

3. د مربع ستنو کمزورتیاوې (Disadvantages)

- کمزورتیا په لړزو کې: مربع ستنې په هغه جوړښتونو کې چې د زلزلې خطر لري، کمزوري دي، ځکه چې د مربع شکل څنډې فشار ډېر برداشت نه شي کولی او لړزه یا تکانونه په اسانۍ سره یې اغیزمن کولای شي.
- د بار ویش: په مربع ستنه کې بار په څلورو څنډو کې ویشل کیږي، چې کله ناکله په څنډو کې د زیات فشار له کبله ستنې ته زیان رسوي.
کاپي

د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه مو مبارک Congrates 105th Independence Anniversary🇦🇫د شاه غازی امان الله خان له ویناوو څخه:وسلې پ...
18/08/2024

د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کالیزه مو مبارک

Congrates 105th Independence Anniversary
🇦🇫
د شاه غازی امان الله خان له ویناوو څخه:

وسلې پر ځمکه کیږدی او قلم راوخلۍ، ځکه چې یو نالوستی هیواد هیڅکله خپلواک نشی کیدای.

سوال: د آبیارۍ انجینري(irrigation Engineering) تعریف کړئ؟د نباتاتو د رشد او نمو لپاره یوې ځمکې ته په طبیعي او یا هم مصنو...
22/07/2024

سوال: د آبیارۍ انجینري(irrigation Engineering) تعریف کړئ؟
د نباتاتو د رشد او نمو لپاره یوې ځمکې ته په طبیعي او یا هم مصنوعي ډول د اوبو رسولو ته آبیاري ویل کیږي
او هغه پرمختللی مسلک چې ددغه سیستمونو څخه بحث کوي د آبیارۍ انجینري بلل کیږي.
سوال:د آبیارۍ د سیستم موضوع او غرض کوم دی؟
د حاصلاتو لاسته راوړل
سوال:نظر کومو حالاتو ته د آبیارۍ سیستم ته ضرورت احساسیږي؟
1. د باران نامنظمه وریدنه
2. د باران ناکافي وریدنه
3. د غله جاتو د حاصلاتو زیاتیدل
4. د غله جاتو ممتاز کښت
سوال:د آبیارۍ مثبت خواص (ګټې) کومې دي؟
1. د خوراکي توکو د تولید زیاتیدل
2. د قحطې او بیکارۍ لمنځه وړل
3. د هیواد د سرمایې زیاتوالی او د هیواد پرمختګ
4. د بريښنا د انرژۍ لاسته راوړل
5. د څښلو او صنعتي اوبو رسول
6. د کښتیو چلول او د هیوادونو تر منځ د روابطو ټینګښت
7. د ځمکې لاندې اوبو د سطحې جګول
د آبیارۍ منفي خواص(زیانونه) کوم دي؟
1. د حشراتو لپاره د ژوند زمینه برابروي، چې په پایله کې ډیرې خطرناکې ناروغۍ منځ ته راوړي
2. ذیم رامنځته کوي، چې دا ددی امکان پیداکوي چې نږدې ځمکې جبه زارې شي
3. لوند اقلیم رامنځته کوي، چې د زیاتو ناروغیو سبب ګرځي
سوال:د آبیارۍ انجینري کومو موضوعاتو ته شاملیږي؟
1. سروې
2. پلان
3. ډیزاین
4. ساختمان
سوال:آبیاري په څو ډولونو ویشل شوې ده؟
په دوه ډوله ویشل شوې ده:-
1. سطحي آبیاري
2. عمقي آبیاري
سوال:سطحي آبیاري په څو برخو ویشل شوې ده؟
په دوو برخو ویشل شوې ده:-
1. جاري آبیاري
2. جیګه شوې آبیاري
سوال: جاري آبیارۍ ډولونه ولیکئ؟
جاري آبیاري په دریو برخو ویشل شوې ده؟
1. مستقیمه آبیاري
2. ذخیروي آبیاري
3. مختلطه آبیاري
سوال: جګه شوې آبیاري کومه آبیارۍ ته ویل کیږي؟
په دې سیستم کې د اوبو سطحه ټیټه وي، او اوبه د یوې ډینامیکي قوې پواسطه راپورته کیږي،چې دغه آبیاري بیا هم په دوو برخو ویشل شوې ده:-
1. Well Irrigation: هغه اوبه چې د ژورو څاګانو څخه لاسته راځي
2. Canal Lifting Irrigation: لکه د کاریزونو په شکل بهیدونکې اوبه
سوال:د کومو طریقو پواسطه کولی شو د اوبو څخه جراثیم لرئ کړو؟
1. د جوش کولو په واسطه: ټولې هغه باکتریاوې چې له امله ناروغۍ رامنځته کیږي، په 80 درجې د سانتیګریډ تودوخه کې لمنځه ځي، نو ددې لپاره چې باکتریاوې په بشپړ ډول لمنځه ولاړې شي، نو اوبه ښه جوش کووږ
2. د چونې زیاتولو په مرسته: په اوبو کې د منحل شوو مالګو د لیرې کولو په منظور په اوبو کې د چونې زیاتول ترسره کیږي، په اوبو کې د چونې زیاتول نه یواځې چې په اوبو کې موجوده مالګې لمنځه وړي، ترڅنګ یې په اوبو کې شته باکتریاوې هم لمنځه وړي، هغه داسې کله چې په اوبو کې چونه واچول شي، د اوبو PH قیمت ورسره لوړیږي، او په اوبو کې موجوده باکتریاوې په آسانې سره معلومیږي، او بیا لمنځه وړل کیږي،ځکه نو کله چې د اوبو د PH قیمت 9.5 ته لوړ شي، نو په اوبو کې موجوده باکتریاوې (99.93—100%) پورې لمنځه وړل کیږي.
3. د آیوډین او برومین پواسطه: آیوډین او برومین د اوبو په هغه شبکو کې استعمالیږي چې لږې اوبو ته ضرورت وي.
4. پوتاشیم پرمنګانات پواسطه هم اوبه تصفیه کولی شو.
خو د هرشي څخه زیات داوبو د تصفيې لپاره د کلورین استعمال ډیر مروج دی.
د کلورین استعمال:د اوبو په دې ډول تصفیه کې کلورین او د هغه مرکبات د جراثیم وژونکو موادو په حیث استعمالیږي، چې اکثراً په هغه ځایونو کې چې داوبو مقدار زیات وي، ورڅخه ګټه اخیستل کیږي
داچې د زیات مقدار اوبو د تصفیه کولو لپاره ولې د کلورین څخه ګټه اخیستل کیږي علتونه یې دادي:-
1. کلورین په اوبو کې د انحلال اعظمي قابلیت لري.
2. کلورین په هره بڼه مایع،جامد او غاز حالت پیداکیدلی شي.
3. په اوبو کې د کلورین پاتې شوني د انسان بدن او روغتیا ته زیان نه اړوي
4. د کلورین اغیزه تر اوږدې مودې پورې وي.
5. کلورین هر چیرته او په اسانې پیداکیدلی شي.
خو د پورته ښیګڼو سره سره کلورین یو څه زهرجن غاز هم دی،چې د کارولو په وخت کې یې باید محتاط واوسو.
د کلورین د استعمال ګټې:-
1. کلورین یو د ټیټ قیمت لرونکې ماده ده،ځکه نو د خامو اوبو اړتیا او کارونه کموي
2. د کلورین په استعمال سره په اوبو کې د خطرناکو ناروغیو د پیداکیدو مخنیوی کوو
3. د کلورین کارول د اوبو د چاڼولو په پروسو په اسانه کولو کې مرسته کوي.
خو باید په یاد ولرو چې په اوبو کې لازم مقدار کلورین استعمال کړو، ځکه که زیات مقدار استعمال شي د اوبو خوند او بوي خرابوي
معمولاً (2—10mg/lit) استعمالیږي.
کاپی

ليکنه انجینر صیب محمد فرید عاطفد استوګنیزه ودانۍ ګام په ګام جوړونې کار Residential Building Step by Step Construction Wo...
29/05/2024

ليکنه انجینر صیب محمد فرید عاطف

د استوګنیزه ودانۍ ګام په ګام جوړونې کار Residential Building Step by Step Construction Work.
د ودانۍ جوړولو پرمهال د ساختماني کارونو پرله پسې والی او له پلان سره برابر ترسره کول ډير مهم دی ،ځکه په دې سره هم د وخت هم او مالي ضایعاتو مخنیوی کیدای شي .د یو خصوصي شرکت لخوا ترسره شوې سروې څرګندوي چې که په ساحه کې جوړویدونکی یوه دوه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ ساختماني اونور اړوند کارونه له پلان سره سم مخ ته لاړ شي د 7 میاشتو په موده کې بشپړیدای شي.د یوې عامې ودانۍ د ساختماني کارونو پرله پسې والی په لاندې ډول خلاصه کیدای شي.
1) د ساحې پاک کاري.
2) دتهدابونو په نښه کول .
3) دتهداب کیندنې کارونه .
4) د سیند شګې په واسطه دتهداب د بستر هوارول.
5) دتهداب لاندې هموارۍ لپآره د PCC اچول .
6) د تهداب څپل او پایو سیخانو سیخبندي .
7) د تهداب او پایو قالب برابرول.
8) دتهداب او پایو کانکریټ اچول .
9) د څپل قالب رالرې کول .
10) د تهکوۍ یا ځمک تلي د پایو په نښه کول .
11) د تهکوۍ یا ځمک تلي د پایو قالب کول .
12) د تهکوۍ یا ځمک تلي د پایو سیخبندي.
13) د تهکوۍ یا ځمک تلي د پایو کانکریټ اچول .
14) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم په نښه کول .
15) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم بستر هوارول .
16) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم PCC اچول .
17) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم دسیخانو سیخبندي .
18) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم قالب برابرول.
19) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم کانکریټ اچول .
20) د کرسي لیول یا ځمکي سطحې لیول بیم قالب رالرې کول .
21) د تهکوۍ یا ځمک تلي ددیوالونوخشت کاري کول .
22) د تهکوۍ یا ځمک تلي ددیوالونو دننه او دباندې پلستر کول .
23) د تهکوۍ یا ځمک تلي د فرش هوارولو لپاره جغل اچول .
24) د تهکوۍ یا ځمک تلي دفرش تپک کاري .
25) د تهکوۍ یا ځمک تلي د فرش د نور هموارۍ لپاره سینده شګه اچول .
26) د تهکوۍ یا ځمک تلي دفرش PCC اچول .
27) د لومړي پوړ پایو په نښه کول .
28) د لومړي پوړ پایو سیخانو سیخبندي.
29) د لومړي پوړ پایو قالب کول .
30) د لومړي پوړ پایو کانکریټ اچول .
31) د لومړي پوړ پایو قالب رالرې کول.
32) د لومړي پوړ چت او بیمونو قالب کول.
33) د لومړي پوړ چت او بیمونو سیخانو سیخبندي کول.
34) د لومړي پوړ چت د بریښنايي لینونو لپآره پایپونه ځای په ځای کول.
35) د لومړي پوړ چت او بیمونو د څنګ قالب کول او د اتکا یی برخو چک کول.
36) د لومړي پوړ چت او بیمونو کانکریټ اچول.
37) د لومړي پوړ چت او بیمونو قالب رالرې کول.
38) د لومړي پوړ تر کړکیو کرسي لیول پورې خشتکاري .
39) د لومړي پوړ کړکیو کرسي لیول سیخبندي(اختیاري).
40) د لومړي پوړ کرسي لیول کانکریټ اچول(اختیاري).
41) د لومړي پوړ سرتاق لیول پورې خشتکاري.
42) د لومړي پوړ سرتاق ( که په پام کې وي ) او د کړکیو لپاره سایبان لپاره قالب ورکول.
43) د لومړي پوړ سرتاق ( که په پام کې وي ) او د کړکیو لپاره سایبان لپاره سیخبندي.
44) د لومړي پوړ سرتاق ( که په پام کې وي ) او د کړکیو لپاره سایبان لپاره کانکریټ اچول.
45) د لومړي پوړ سرتاق ( که په پام کې وي ) او د کړکیو لپاره سایبان لپآرقالب رالرې ورکول.
46) د لومړي پوړ بام لیول پورې خشتکاري.
47) د لومړي پوړ او ځمک تلي دروازو او کړکیو نصبول .
48) د لومړي او ځمک تلي برق سویچ بکسونو نصبول او پایپونو غزول .
49) د لومړي پوړ چت پلستر .
50) د لومړی پوړ دیوالونو دننه او دباندې مخونه پلستر کول .
51) د لومړي پوړ او ځمکتلي چت او دیوالونو رنګول .
52) د لومړي او ځمک تلي برق لینونو ویرنګ کاري او بسته کول .
53) د نلدوانۍ کارونه ،کمود لګول .
54) د پخلنځي او تشنابونو وسایل لګول.

منک یا اندازهمنک څه شی ده ؟ د څه د پاره استعمالیږي ؟ او ګټه یې څه ده ؟منک څه شی ده ؟منک هغه سر خلاصي بکس ماننده لوښی یا ...
27/05/2024

منک یا اندازه
منک څه شی ده ؟ د څه د پاره استعمالیږي ؟ او ګټه یې څه ده ؟

منک څه شی ده ؟

منک هغه سر خلاصي بکس ماننده لوښی یا پیمانې ته ویل کیږي چې حجم یې 0.035 متر مکعب دی او د کانکریت اچونې پر مهال د کانکریټو د وچو مواد په ټاکلو نسبتونو د مخلوط یا ګډولو د پاره استعمالیږي .

د څه د پاره استعمالیږي ؟

د کانکریټو د وچو اړینو موادو (ریګ او جغل) په ټاکلو نسبتونو سره چې دغه نسبتونه د مارک له مخې ټاکل کیږی د مخلوط یا ګډولو د پاره ترې ګټه اخیستل کیږي .

د منک د بکس یا پیمانې حجم یا اندازې باید څومره وي ؟

د منک د بکس حجم باید 0.035 متر مکعب یا په بل عبارت سره باید د بکس دری اړخیزه اندازې یې 40 په 35 او په 25 سانتي متره کې وي یعنې که دغه انداې یو پر بل کې ضرب شي 0.035 متر مکعب لاسته راکوي چې د یوې کڅوړې سمنټو حجم هم همدومره دی .

د منک حجم ولې 0.035 متر مکعب ټاکل شوی ؟ آیا کم او یا زیات کیدای شي ؟

څرنګه چې د یوې 50 کیلوګرامه کڅوړې سمنټو حجم د 0.035 متر مکعب سره برابر ده نو په همدې آساس د منک حجم هم د یوې کڅوړې سمڼتو حجم سره برابر ټاکل شوي دی او همدارنګه پدې خاطر سره د منک حجم کم او یا زیات نه ټاکل کیږي چې که کم وټاکل شي د سمنټو د یوې کڅوړې حجم سره توپیر پیداکوي او غټه اندازه یعنې د دوه کڅوړو سمنټو د حجم په اندازې سره پدې خاطر نه ټاکل کیږي چې بیا یې ګارګرانو ته انتقال او وړل ستونزمن کیږی ځکه د ډک منک وزن زیاتیږي.

د منک د کارونې ګټه څه ده ؟

ګټه یې داده چې په معین او ټاکلو نسبتونو سره وچ مواد په سم شکل سره د منک پواسطه سره ګډیږي مګر تر ټولو غټه او مهمه ګټه یې داده چې د سمنټو د اندازه کولو څخه مخنیوي کوي یعنې ددې اړتیا نشته چې اول د سمنټو کڅوړه څیرې کړل شي او بیا اندازه اوبیا د ریګ او جغل سره ګډ شي بلکي په نیغ او مستقیم ډول سره د سمنټو کڅوړه اخیستل کیږي او ریګ او جغل په سرک باندې څیرې او وسره کډیږي ځکه د منک حجم او یوې کڅوړې سمنټو حجم یو شان دی نو پدې خاطر سمنټ نه پیمانه کیږی چې پدې کار سره یو په کار کې آساني او چټکتیا راځي او له بلې خوا د سمنټو د ضایع کیدو څخه مخنیوي کیږي

د سړګ د بستر طبقه (sub grad) تشریح .د بستر د طبقی جوړول د سرک ساختمانی لمړنی کار دی،نوموړی طبقه د جغل او خاوری څخه جوریږ...
24/05/2024

د سړګ د بستر طبقه (sub grad) تشریح .
د بستر د طبقی جوړول د سرک ساختمانی لمړنی کار دی،نوموړی طبقه د جغل او خاوری څخه جوریږی چې د جغل اندازه 55% او د خاوری اندازه 45 % ده. ددی طبقی ضخامت د 20-30 سانتی مترو پوری وی.البته دا نظر ډیزاین ته توپیر لری،ولی په عمومی ډول ددی طبقی ضخامت 25cm نیول کیږی.
دا طبقه باید د 30% رطوبت لرونکې وی، د کموالې په صورت کی باید نوری اوبه ورباندی وپاشل شې ترڅو ټاکلې رطوبت پوره کړي او وروسته باید د رولر پواسطه تخته یا کمپکشن شی.دغه طبقه باید د center line څخه د shoulder خواته د 3-5% میلان لرونکې وی، ترڅو د باران د اوبو د دریدو څخه مخنیوې شوی وی البته shoulders هم د sub grade په طبقه کې شامل دی. په Carriage way کې باید کمپکشن ټیست د 98% اویا له دی څخه پورته وی او په دی طبقه باندی هغه رولر چی 12 ټنه وزن لری 10 ځلی پری وګرځول شې تر څو د هغه کمپکشن فیصدې پوره کړی.
د انجینری اړوند معلوماتو لپاره زموږ پاڼه لایک او شیر کړې.
کاپي

دلته راسره په یوټیوب چینل کی ملګری شی . او دهیواد تاریخی .کلیوالی . غرنی او په زړه پوری سیمی وګوری .
06/11/2022

دلته راسره په یوټیوب چینل کی ملګری شی . او دهیواد تاریخی .کلیوالی . غرنی او په زړه پوری سیمی وګوری .

This video is about historical places in the ningrahar province . afghanistan.from Happy Life

Historical Engineering Work and Equipments.
17/10/2022

Historical Engineering Work and Equipments.

Address

Jalalabad

Telephone

+93785887790

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haidary Home Planing and design Centerحيدري دتعميراتي نقشو او ډيزاين مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Haidary Home Planing and design Centerحيدري دتعميراتي نقشو او ډيزاين مرکز:

Share